د کردانو یاغي ډله له حکومت سره اوربند کوي

د خپريدو وخت: 06:47 گرینویچ - سه شنبه 19 مارچ 2013 - 29 کب 1391

په ترکيې کې د کردانو د وسله والې ډلې پي کې کې بندي مشر عبدالله اوجلان ويلي، چې له ترکيې سره د سولې د بهیر په تړاو به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ده په ټکو يو تاريخي اعلان کوي.

په تېرو دريو لسيزو کې د ترکيې د حکومت او پي کې کې ترمنځ نښتو کې له څلويښت زرو زيات کسان وژل شوي دي.

د ۲۰۱۲ کال په وروستیو کې د ترکيې حکومت له ښاغلي اوجلان سره د سولې بهیر پيل کړی، چې له استانبول سره نژدې يوې جزيرې کې بندي دى.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .