اکسفام په مالي کې د بشري ناورين خبرداری ورکړی

د خپريدو وخت: 11:16 گرینویچ - چارشنبه 20 مارچ 2013 - 30 کب 1391

د اکسفام په نامه یوې مرستندویې ادارې په مالي کې د ناوړه بشري حالت په اړه خبرداری ورکړی دی.

په ګاو سیمه کې د اکسفام د یوې تازه څېړنې موندنې ښيي، چې د بنسټیزو خوراکي توکیو بیې اویا سلنه لوړې شوې دي. په دغه رپوټ کې همداراز راغلي، چې کابو اتیا سلنه غټانو په خپلو ورځنیو خوړو کې د دې لپاره کموالی راوستی، چې خپلو ماشومانو ته خواړه ورسوي.

اکسفام ویېلي، د قیمتونو لوړوالی په شمال کې د پوځي مداخلې له کبله رامنځته شوی دی، ځکه چې له دې امله سړکونه بند شوي او سوداګر د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.

فرانسه د هغو اسلامپالو ځواکونو پر ضد د پوځي عملیاتو مشري کوي، چې تېر کال یې د مالي شمالي برخې نیولې وې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .