کروشیا فوټبال کې سربیا ته ماتې ورکړه

د خپريدو وخت: 07:14 گرینویچ - شنبه‬ 23 مارچ 2013 - 03 وری 1392

د فوتبال نړيوالي اتلولۍ ته د غوراوي په لوبه کې کرويشيا سربيا ته د صفر په مقابل کې په دوه گولونو سره ماتې ورکړه.

دغه لوبه په ډيره ترينگلې فضا کې وشوه.

د لوبي په پلېدو سره د سربيا ملي سرود وغږول شو چې د نندارچيانو په چیغو او نارو بدرگه شو.

د کوربه هېواد کرويشيا په پلازمېنه زاګریب کې کورنيو نندارچیانو داسې سندرې ويلې چې موخه يې د سربي مېلمنو زهيرول وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .