وزیرستان کې پر پوځي پوسته ځانمرګی برید شوی

د خپريدو وخت: 06:08 گرینویچ - 24 مارچ 2013 - 04 وری 1392

شمالي وزیرستان کې چارواکي وايي پر پوځي پوسته ځانمرګی برید شوی، چې۱۷ پوځیان په کې وژل شوی دي.

له دې مخکې پوځي مقاماتو په یاد برید کې د پنځو پوځیانو وژل کېدل تایید کړي وو. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو په یوه لنډه بیانیه کې، چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، ویل شوي چې ځانمرګي برید ګر شمالي وزیرستان کې پر یوه پوسته برید کړی او ۱۷ پوځیان يي وژلي دي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې برید د شمالي وزیرستان مرکز میرانشا ته څېرمه په ایشا نومي پوسته شوی. برید کې ۱۸ پوځيان ټپیان شوي دي. ځايي اوسېدونکي وايي له برید وروسته امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .