د بګرام زندان چارې افغان حکومت ته وسپارل شوې

د خپريدو وخت: 11:12 گرینویچ - دوشنبه 25 مارچ 2013 - 05 وری 1392

امریکا په افغانستان کې تر خپلې ولکې لاندې د یواځني پاتې زندان چارې افغان لوري ته وسپارلې، چې له امله یې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې وې.

د واک د لېږدونې مراسم د بګرام په زندان کې ترسره شول چې اوس د پروان زندان په نوم یادېږي.

داسې اټکل و چې دغه د واک لېږدونه د سپتمبر په میاشت کې ترسره شي، خو د ۵۰ بندیانو پر سر یوې موافقې ته تر رسېدلو پورې وځنډېده چې امریکا خطرناک بللي دي. د موافقې له مخې دغه بندیان به نه خوشې کېږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .