مصر کې د پنځو مخکښو سیاسي فعالانو د نیولو امر شوی

مصر کې يوه لوړ رتبه څارنوال د اخوان المسلمين پر ضد د وروستي تاوتريخوالي په تړاو د پوښتنو ګروېږنو لپاره د پنځو مخکښو سياسي فعالينو د نيولو امر کړی.

دغه ګام وروسته له هغه پورته کېږي چې ولسمشر محمد مرسي خبرداری ورکړ د هغو مخالفو مظاهره چيانو پر وړاندې به ګام پورته کړي چې د جمعې په ورځ يې د اخوان المسلمين په دفترونو بريدونه وکړل.

په دغو نښتو کې چې په روان کال کې تر ټولو بده پېښه بلل کېږي، له ۱۵۰ زيات کسان ژوبل شول.