د م م پلاوی د برما د نښتو ښار ته ځي

د خپريدو وخت: 15:50 گرینویچ - 24 مارچ 2013 - 04 وری 1392

د ملګرو ملتو يو پلاوی وروسته له هغه د برما ميکا تيلا ښار ته ځي چې د بودايانو او مسلمانو لږکيو ترمنځ د تاوتريخوالي په څو ورځنيو نښتو کې لږ تر لږه ۳۲ کسه وژل شوي دي.

پلاوي وروسته له هغه چې په سيمه کې ویجاړ شوي کورونه، پلورنځي او جوماتونه وليدل د تاوتريخوالي پر عاملينو غږ کړی چې و به نيول شي.

څو زره کسان چې لويه برخه يې مسلمانان دي د ميکاتيلا ښار په موقتي پناه ځايونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د برما سرتېرو وروسته له هغه ګزمې پيل کړي چې د جمعې په ورځ حکومت دغلته بېړنی حالت اعلان کړ.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .