"کندوز کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ مشر نیول شوی"

افغانستان ميشتي سوله ساتي ځواکونه ايساف وايي چې د ازبکستان د اسلامي غورځنگ دغه مهم مشر يې د افغانستان په شمالي ولايت کندز کې له افغان ځواکونو سره د گډو عملياتو په ترڅ کې نيولى دى.

د ايساف د رسنيزې خبرتيا پر بنسټ نيول شوي تورن کس د افغانستان په شمال کې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د وسلوالو بريدونو د سنبالښت او د سړک د غاړې د بم ايښودنو مشري پر غاړه لرله.

ايساف د نيول شوي کس بشپړ هويت او د نيول کXدو کره سيمه نه ده په گوته کړې، خو انگرينه يې دا ده چې نوموړي تر نيول کيدو مخکې په کندز ولايت کې د افغانستان د ملي پوځ د سرتېرو د وژلو پلان جوړ وۀ.

لس ورځې مخکې يو بل تن چې د ازبکستان د اسلامي غورځنگ او القاعدې غړى بلل شوى و، د افغان او بهريو ځواکونو د گډو عملياتو په ترڅ کې د کندز په اما م صاحب ولسوالۍ کې نيول شوې و، او تر دې مخکې د ياد شوي غورځنگ يو بل غړى بيا د ورته عملياتو په پايله کې په بل شمالي ولايت جوزجان کې نيول شوى و.

سيمه یيز چارواکي وايي چې د ازبکستان د اسلامي غورځنگ گڼ شمير غړي په شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې فعاليتونه تر سره کوي.