ټایوان کې زوروره زلزله شوې

د ټایوان پلازمېنه د ریختر په کچه سپږ درجې زلزلې لړزولې ده، چې تر اوسه د مرګ ژوبله په اړه راپور نه دی ورکړل شوی، خو ځینې راپورونه وايي، چې زلزلې نژدې ۲۰ کسان ټپیان کړي دي.

زلزله د چارشنبې پر ګهيځ د ګرینویچ پر وخت د شپې دوې بجې او درې دقیقې شوې ده.

په ۱۹۹۹ کال د ټایوان په نانتو ښار کې هم یوه زوروره زلزله شوې وه، چې لږترلږه ۲۴۰۰ کسان په کې ووژل شول.

دا د ټایوان په ټول تاریخ کې تر ټولو ډېره خونړۍ طبیعي پېښه وه.