قبرس کې پخواني قاضيان د بانکي کړکېچ پلټنه کوي

په قبرس کې د سترې محکمې پخوانيو قاضيانو نه غوښتنه شوې چې د دغه هېواد بانکي کړکېچ شوني جنايي فعاليت په اړه پلټنه وکړي.

د قبرس حکومت ويلي قاضيان به د ټولو کچو پرېکړو او کړو وړو ارزونه کوي.

د قبرس ولسمشر نيکوس اناسټاسياډېس هم په داسې حال کې چې بانکونه په نژدې دوو اوونيو کې لومړي ځل پرانيستل شوي، د هغه څه په اړه له خلکو مننه کړې چې ده د دوی "پخوالی" بللی دی.

بانکونو ته اوږده کتارونه ولاړ وو، خو پر زېرمو د منډو او بېړې کومې نښې نه دي ليدل شوې.

ولسمشر په خپله د خپل معاش څلورمه برخه کمه کړې، په داسې حال کې چې وزيران به يې پنځمه برخه کم معاش اخلي.