امریکا: د بندیانو اعتصاب له نژدې څارو

سپينه ماڼۍ وايي دوی د ګوانتانامو په زندان کې د هغو کسانو د نه خوړو اعتصاب له نژدې څاري چې شمېر يې مخ په ډېرېدو دی.

د پوځي چارواکو په خبره په دغه زندان کې د ټولو ۱۶۶ بنديانو له ډلې ۳۱ تنو يې اعتصاب کړی دی.

د دوی ځينو ته د پايپ له لارې مايع خواړه ورکول کېږي.

د بشري حقونو ډلې وايي دغه اعتصاب چې د فبرورۍ په لومړيو کې پيل شوی په زندان کې د دوی د برخليک د نه معلومېدو له امله رامنځته شوی.

خو ځينې راپورونه وايي زندانيانو په محبس کې د قران کريم نسخو ته د سپکاوي له امله د نه خوړو اعتصاب پيل کړی، چې د زندان چارواکي يې ردوي.

د سره صليب نړېواله کمېټه وايي دوی دغه زندان ته په بېړني ډول يو ډاکټر استوي.