۲ بوسنیايي صربان بشرضد جرمونو تورونو محکوم شول

په هاګ کې د يوګوسلاويا د جنګي جرمونو ځانګړې محکمې دوه لوړ پوړي بوسنيايي صربان د ۱۹۹۰مو کلونو په جګړو کې د جنګي جرمونو او بشري ضد کړنو له امله محکوم کړي دي.

د کورنيو چارو پخوانی وزير او یو بل لوړپوړی امنيتي چارواکی په شل، شل کاله بند محکوم شوي دي.

ځانګړې محکمې دغه دوه کسه د وژنو، شکنجې، جنسي تېري او د مسلمانانو او کرواتانو د ځورولو په تړاو پړه خېژولي دي.