فرانسوي پوځیان راتلونکې میاشت له مالي وځي

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وايي فرانسه به یوه میاشت وروسته له مالي نه د خپلو ځواکونو ایستل پیل کړي.

هغه وویل چې د جولای میاشتې پورې به په مالي کې د فرانسوي پوځیانو شمېره نیمايي ته، چې شاخوا دوه زرو تنه کېږي ټیټه کړای شي او د کال تر پایه به په مالي کې له زرو تنو فرانسوي پوځیانو نه ډېر پاتي نه وي، هغه هم احتمالاً د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د یوې برخې په توګه.

ولسمشر اولاند وویل فرانسې د مالي په شمال کې د اسلامپالو د بریدونو په مخنیوي خپل هدف ترلاسه کړ خو په وینا یې فرانسوي ځواکونه نه دي توانیدلي چې د اسلامپالو له خوا شپږ تنه برمته شوي فرانسویان خوشي کړي.