ایران او شمالي کوریا د تړون د تصویب مخه نیولې

ایران او شمالي کوریا د وسلو د نړیوالې سوداګرۍ په اړه په ملګرو ملتونو کې د یوه نړیوال تړون د تصویب مخه نیولې ده.

د عادي وسلو په اړه دا وړاندیز شوی تړون د خپلې بڼې لومړی هغه دی او د تصویب لپاره یې باید د ملګرو ملتونو ۱۹۳ غړو هېوادونو رایه ورکړې وای خو لومړی ایران او ورپسې شمالي کوریا د دې ګام پرضد رایه ورکړه.

د دې تړون هدف دا دی چې د وسلو په قراردادونو کې د وسلو له بندیزونو سرغړونې ونه شي. د تړون پلوي هېوادونه اوس هم کولای شي چې دا تړون د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د رایې اچوونې لپاره وړاندې کړي او تمه ده چې هلته به راتلوونکې اوونۍ تصویب شي.