د فوټبال پر مینه والو اوښکې بهونکی ګاز وکارول شو

برازيل کې پولیسو د فوټبال د مينه والو تر منځ د نښتو د ختمولو لپاره په هغوی اوښکې بهوونکى ګاز اولوګي جوړوونکي ګرينېډونه غورځولي دي. د فوټبال دغو مينه والو هڅه کوله چې په نوي لوبغالي کې د لومړۍ لوبې لپاره ټکټونه تر لاسه کړي. دغه لوبغالی د ٢٠١٤ کال د فوټبال د نړيوال جام د لوبو لپاره جوړ شوى.

د فوټبال مينه وال د ټکتونو اخېستو لپاره ټوله شپه د برازيل شمال ختيځ ښار بهايا کې د تکټ د دفترونو مخې ته په ليکو کې ولاړ وو. د دفتر له پرانیستل کېدو سم دلاسه وروسته د دوي تر منځ نښتې پيل او له کنتروله ووتې.

د دغه لوبغالي په جوړولو ٣٣٠ ميلیونه ډالره لګښت راغلی چې له لومړيو اټکلونو ٥٠ ميلیونه ډالره زياتې پرې لګېدلي دي.