کینیا: ستره محکمه د ټاکنو په اړه پرېکړه کوي

د کینیا ستره محکمه وايي، پلان لري په څو ساعتونو کې د دغه هیوادو د تیرو ولسمشریزو ټاکنو په اړه خپله پریکړه وکړي.

د تیرې میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنې پایلې، لومړي وزیر رېیلا اوډینګا، چې اوهارو کینیاتا ته یې په لږ توپیر وبیللې، ونه منلې.

ښاغلی اوډینګا ادعا کوي، ټاکنې له تخنیکي ستونزو او درغلیو سره ملې وې او سترې محکمې د ۲۲ رایو مرکزونو د رایو بیا شمېرنې حکم ورکړ.

د کینیا اوسني ولسمشر له ټولو اړخونه غوښتنه کړې د سترې محکمې پریکړې دې ومني.