د هوګو چاوېز د ځایناستي ټاکلو لپاره کمپاین پیلېږي

په وېنېزوېلا کې د پخواني ولسمشر هوګو چاوېز د ځایناستي ټاکلو لپاره رسمي ټاکنیزه مبارزه پیلېږي. د یادې څوکۍ لپاره دواړه نوماندان د ښاغلي چاوېز له مرګ راوروسته په تېره میاشت کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په غونډو جوړولو بوخت دي.

ښاغلي کاپرېلیس خپله هغه ژمنه بیا تکرار کړه، چې که د اپرېل د څوارلسمې نېټې ټاکنې وګټي، پر کیوبا به د تېلو ارزانه خرڅلاو بند کړي.

" ما دا نه دي ویېلي، چې موږ به پر کیوبا تېل نه پلورو. زه وایم، چې موږ په لاتیني امریکا او په نړۍ کې هېڅ حکومت ته خپل تېل وړیا نشو ورکولای. نو زه زما خبره روښانه ده، موږ به د خپلو تېلو یو څاڅکی هم په نورو هېوادونو کې د سیاسي پروژو د پر مخ بیولو او د بهرنیو حکومتونو د ساتلو لپاره چا ته ور نه کړو."

د دوشنبې په ورځ د حکومت د مخالفې ډلې نوماند هینریک کاپریلیس پر پوځ تور پورې کړ، چې په سیاست کې لاسوهنه کوي او د حکومت پلوي کوي.