سعودي ته د شونې سزا په اړه د بښنې سازمان اندېښنه

د بښنې نړېواله اداره يا امنسټي انټرنېشنل په سعودي رسنيو کې خپاره شوي هغه رپوټونه ځورونکي بللي چې وايي يوۀ سړي ته به د يوۀ بل کس د فلجولو له امله داسې سزا ورکړل شي چې د بدن غړي يې کار پرېږدي.

د سعودي عربستان په ورځپانو کې راغلي چې دغه ٢٤ کلن سړى که په دې و نه توانېږي چې د خپلې کړنې قرباني ته شا وخوا دوه لکه او اويا زره ډالره تاوان ورکړي نو له ملا لاندې به فلج کړل شي.

دغه سړی له لسو کلونو راهيسې په زندان کې دى، هغه مهال چې يو ملگرى يې په شا په چاړه وواهه او د هغه د بدن غړو کار پرېښود . امنسټي انټرنېشنل دغه راز بالقوه يا شونې سزا د کړونې يا شکنجې يوه بڼه بولي.