اسراییلو پر غزې تړانګې هوايي برید کړی

اسراييلي الوتکو پر غزې تړانگې بريد کړى. دا له تېر نومبر راهيسې چې د اسراييلو او حماس ترمنځ د اتو ورځو لپاره جگړه وشوه لومړى ځل دى چې اسراييلي الوتکې غزه په نښه کوي. په دغه بريد کې څوک نه دي ټپي شوي. دغه هوايي بريد وروسته له هغې وشو چې فلسطينيانو پرون پر اسراييلو يو توغندى وتوغاوۀ. توغندې پر يوې نا آبادې سيمې ولگېد او هېڅ تاوان يې را منځته نه کړ.