هند: د ودانۍ نړېدو له امله ۲۷ کسان وژل شوي

د هند په ممبۍ ښار کې پولیس وايي، د یوې ناقانونه ودانۍ د رالوېدو له امله لږ تر لږه ۲۷کسه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.

ژغورونکو د یادې ودانۍ له ړنګو شوو برخو نه ۲۰ نور کسان راویستي دي. د ودانۍ په ځینو برخو کې خلک اوسېدل خو په پاسنیو پوړونو یې لا هم کار روان و.

فکر کېږي، چې د پېښې ځینې قربانیان د هغو کورنیو غړي وو، چې په دې ودانۍ کې اوسېدل. ویل کېږي، چې په وژل شویو کې یوه میندواره مېرمن هم وه.