د بودايي او مسلمانو پنا غوښتونکو تر منځ نښته شوې

د اندونېزیا په یوه زندان کې د برما د بودایي او مسلمانو پنا غوښتونکو تر منځ نښتو کې اته کسان وژل شوي دي.

د پولیسو یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، وژل شوي اته واړه بودایان وو او په نښتو کې ۲۱ مسلمانان ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو، چې بندیان په برما کې د هغو وروستیو نژادي تاوتریخوالو په اړه خبر شول، چې د مېکتیلا د ښارګوټي په شاوخوا کې بودايانو د مسلمانانو پر مېشتځایونو بریدونه وکړل.