یو پلار د خپلو ماشومانو په وژلو عمري بندي شو

یو برتانوی سړی چې خپل کور ته په اور اچولو سره د خپلو شپږو ماشومانو په وژلو کې پړ بلل شوی په عمري بند محکوم شوی دی.

مېک فېلپاټ او د ده مېرمن میریډ د سه شنبې په ورځ د دغه جرم په تر سره کولو کې پړه وبلل شول، چې د نوموړي د یوې پخوانۍ ملګرې د بې باوره کولو لپاره تر سره شوی و. میریډ فېلپاټ په اوولس کاله بند محکومه شوه.

قاضۍ مېرمن تېرلوال مېک فېلپاټ یو ډېر خطرناک سړی وباله، چې خپل کور ته د اور اچولو او بیا د ماشومانو د ژغورلو د ده پلان د هغې په وینا د یوه سم فکري کس له پوهېدو بهر خبره ده.