هند کې یو کس په تبر مېرمنې او ماشومان وژلي

په هند کې پولیس وايي، یوه سړي د دغه هېواد په مرکزي ایالت چتیسګړ کې په خلکو د تبر قهرجن بریدونه کړي، چې څلور مېرمنې او پنځه ماشومان یې وژلي دي.

د سیمې د پولیسو قوماندان وايي، دغه پنځه دېرش کلن سړي وروسته تر هغې پر خپلو ګاونډیانو برید وکړ، چې خپلې مېرمنې پرېښود او ښايي تر عصبي فشار لاندې و.

دغه کس له برید وروسته نیول شوی دی.