د زابل کلات کې ځانمرګی برید شوی

د زابل کلات ښار کې د شنبې په ورځ یو ځانمرګی برید شوی، چې ظاهراً یې والي هدف و، خو نوموړی روغ رمټ ترې وتلی دی.

برید پاو باندې یوولس بجې د کلات ښار په منځ کې ولایتي بیارغونې ډلې او مرکزي روغتون ته څېرمه شوی دی.

ځینو عیني شاهدانو ویلي، برید د یوه سراچه (غواګۍ) ګاډي په مټ شوی دی.

ویل کېږي، چې په برید کې د والي دوه ساتونکي ټپیان شوي او یو ولسي وګړی وژل شوی دی.