کونړ: په ګډو عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان په کوڼر ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي په شیګل ولسوالۍ کې د بهرنیو او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د دولت ۱۱ مخالف وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې چې تېره ورځ ترسره شوي یو امریکايی سرتېري هم وژل شوی دی.

په دغو عملیاتو کې شپږ مېرمنې او د ملي امنیت څلور سرتېري هم ټپيان شوي دي.