هېګ وايي کوریا په اړه غبرګونونه باید نرم او متحد وي

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ وايي، د شمالي کوریا د وروستي بحران په اړه نړیوال غبرګونونه باید څرګنده، نرم او متحد اوسي.

ښاغلي هېګ بي بي سي ته وویل، نړۍ باید د شمالي کوریا د اټومي فعالیتونه په اړه اندېښنه ولري خو باید د پیونګ یانګ هرلفظي حرکت ته د ځواب ورکولو مخه ونیول شي.

د چین ولسمشر په یوې وینا کې چې ظاهرا داسې ښکارېدل چې د شمالي کوریا په اړه خبرې کوي، وویل هېڅوک باید دا توان ونه لري چې د خپلو ګټو لپاره ګډوډي رامنځ ته کړي.

ښاغلي هېګ دغه راز ویلي، د شمالي کوریا د ځواکونو د حرکت کومې نښې نښانې نه دي لیدل شوي او هغه دا اړتیا نه ګوري چې برتانوي ډېپلوماتان له پیونګ یانګ نه وباسي.