ایران کې زلزلې ۳۷ کسان وژلي

د ايران بوشهر ښار ته نژدې چې د دغه هېواد د اتومي انرژۍ يوازينۍ بټۍ په کې ده، زلزلې لږترلږه ۳۷ کسان وژلي او څه د پاسه ۸۵۰ نور يې ټپيان کړي دي.

د ريختر په کچه ۶،۳ درجې زوروره زلزله تر دوبۍ، ابوظبۍ او بحرين پورې لرې هم احساس شوې ده.

له ځپل شوې سيمې انځورونه ډېرې نړېدلې ودانۍ ښيي، او د ايران سرې مياشتې اداره وايي دوه کلي په بشپړه ويجاړ شوی دي.

د بوشهر والي فريدون حسنون د ايران ټلویزيون ته د زلزلې له امله د مرګژوبلې او زيان معلومات ورکول.