سره صلیب مالي کې سلګونه جنګي اسیران راجستر کړي

د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي د مالي په جګړه کې یې شاوخوا ۳۰۰ اسیر کسان راجسټر کړي دي. دغه کسان په تېره جنورۍ میاشت کې مالي ته د اسلام پاله یاغیانو د ځپلو په موخه د فرانسوي ځواکونو د استولو راهیسې د فرانسوي، مالي او چادي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

مالي چارواکي وايي د دغو اسیرانو له ډلې څخه له څلوېښتو تر پنځوسو تنو پورې د افریقايی هېوادونو اتباع دي. د دوی په وینا دنیول شویو کسانو په ډله کې څلور نایجریایان دي چې کیدای شي د بوکو حرام ډلې غړي وي، دوه یې د بورکینابیس ، یو موریتانیایی او دوه الجزایریان دي. په جګړه کې دوه نیول شوي فرانسویان لا له وړاندې فرانسې ته سپارل شوي و.