امریکا کې یو لړ لاریونونه شوي

د امریکا د متحده ایالتونو په بیلابیلونو ښارونو کې د لاریونونو په ترڅ کې له کانګرس څخه غوښتل شوي چې د کډوالۍ د قانون مسوده تصویب کړي. دغه قانون په امریکا کې ۱۱ میلیونه ناقانونه کډوالو ته د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره لاره هواروي.

په واشنګټن کې د کانګرس ودانۍ مخې ته په زرګونو کسان راټول شوي، فعالان وايي ورته لاریونونه په لږ تر لږه ۱۸ نورو ایالتونو کې هم ترسره شوي دي.

د کډوالۍ د قانون دغه مسوده چې د امریکایی سناتورانو له خوا ترتیب شوې مکسیکو سره پر پوله د امنیت او څارنې په پراخېدو کې هم مرسته کوي.