نورستان: د حزب اسلامي پخوانی قوماندان وژل شوی

نورستان کې د اسلامي حزب يو پخوانى قومندان په چاودنه کې وژل شوى. د نورستان چارواکي وايي حاجي غفور په کانتيوا کې له جوماته کورته روان و، چې بم پرې وچاودېد او ووژل شوو .

حاجي غفور دحزب اسلامي له لومړنيو کسانو څخه وو او اوس دنورستان لپاره د دغه ګوند والي وو. د هغه دوژل کېدو پړه لا چا په غاړه نه ده اخستې، خو ځينې ېې دنورو جنګي ډلو سره داختلاف پايله بولي.

د حزب اسلامي يوه وياند هارون زرغون د حاجي غفور دوژل کېدو پخلى کړي. په نورستان کې تر ډېره د حزب اسلامي پخوانيو قومندانانو له افغان حکومت سره ډېرې ګوتې نه ماتولې او ان ځينو خو ېې په ډاګه ملا تړ هم کاوه.

په کامديش کې د حزب اسلامي يو بل قومندان ملا صادق هم د حکومت له ملاتړه برخمن دى. د حزب اسلامي دغه وژل شوى قومندان د نورستان داوسني والي تميم نورستاني له نژدې خپلوانو څخه دى.