جان کیري جنوبي کوریا ته تللی

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري جنوبي کوريا ته تللی، چې د کوريا په ټاپووزمه کې د اوسني کړکېچ پر سر د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.

شمالي کوريا په وروستيو اوونيو کې بيا بيا د جګړې خبرداری ورکړی او امريکا او جنوبي کوريا د توغندي د ممکنه ازموينې په اړه د تيارسۍ په حال کې دي.

د جنوبي کوريا له چارواکو سره له خبرو وروسته به ښاغلی کېري د کړکېچ پر سر د خبرو لپاره چين او بيا جاپان ته ولاړ شي.

بل خوا ولسمشر اوباما پر شمالي کوريا غږ کړى چې د دۀ په وينا خپل غليمانه دريځ ته دې د پاى ټکى کېږدي.

ولسمشر اوباما د ملگرو ملتونو له سرمنشي بان کي مون سره له خبرو وروسته وويل امريکا به د خپلو اتحاديانو د ملاتړ لپاره هر اړين گام پورته کړي.

پر همد مهال د جنوبي کوريا د دفاع وزارت وياند کېم مېن سيوک د شمالي کوريا د هستوي وسلو په اړه خبرداری ورکړی دی: