غزنی د اسلامي کلتور پلازمېنه اعلانېږي

د اسلامي تمدن د مرکز په توګه د غزني ښار د نومونې مراسم نن په دغه ښار پېلېږي.

افغان چارواکي وايي په دغو مراسمو کې د لاسي صنایعو د نندارتونو او نورو کلتوري نندارو په ګډون بېلا بېل پروګرامونه شامل دي.

د غزني والي موسی خان اکبرزاده وايي د مراسمو د امنیت او د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د هرکلي لپاره پوره چمتوالی نیول شوی دی.

د اسلامي هېوادو د کلتور وزیرانو چې په ۲۰۰۷ کال کې د لیبیا په طرابلس کې سره جرګه شوي وو، غزنی په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د اسلامي هېوادونو د کلتوري مرکز په توګه تایید کړ.

دغه ښار له لسمې تر دولسمې مېلادي پيړۍ د غزنویانو د امپراتورۍ پر مهال د اسلامي نړۍ یو لوی مرکز ګڼل کېده.