سودان له خپل ګاونډي سره ښې اړیکې غواړي

د سوډان ولسمشر عمر البشیر وايي له سویلي سوډان سره سوله او ښې اړیکې غواړي.

نوموړي دغه خبره په سویلي سوډان کې وکړه چې په ۲۰۱۱ کال کې یې خپلواکي واخیسته.

دغه راز د سویلي سوډان ولسمشر سلوا کېر وویل دوی سره سلا شول چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله خلکو ته په آزاده توګه د اوښتو رااوښتو او توکو د لېږد اجازه ورکړي.

ښاغلي بشیر د سویلي سوډان ولسمشر ته بلنه ورکړه چې خړطوم ته ورشي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر موضوګانو خبرو ته دوام ورکړي.

د سویلي سوډان له جلا کېدو وروسته دواړه هېوادونه سره جګړې ته نږدي شوي وو خو د سویلي سوډان ولسمشر وویل جګړه د دوی ستونزې نه شي هوارولی.