نیپالي تلویزیوني خبریال ۶۲ ساعته کوربه توب وکړ

په نيپال کې د تلويزيون يوه کوربه د خپرونې د وړاندې کوونکي په توګه نوی ترټولو د اوږده کوربه توب ريکارډ مات کړی دی.

رابې لامېچهان خپله خپرونه د پنجشنبې په ورځ له سياستوالو، د مراسمو له ګډونوالو او خبريالانو سره پيل کړه چې ۶۲ ساعته يې دوام وکړ.

ښاغلي رابي ډودۍ د کمرې پر وړاندې خوړله او خپله رسېدلې ږېره يې هم د پروګرام په لړ کې کمه کړه.