سوات کې د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر وژل شوی

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر مکرم شا په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی. د ځايي خبریال سید انور په وینا باروت له مخکې نه د مکرم شا په ګاډي کې اېښي وو، کله چې نوموړی په ګاډي کې کښېناست، نو چاودنه وشوه، چې په پایله کې یې نوموړی ووژل شو. پېښه مینګورې نه درې کیلو متره لېرې په منګلور سیمه کې د یکشنبې په ورځ ( اپریل ۱۴ ) ماسپیښن مهال وشوه. مکرم شا د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر او د منګلور امن کمیټۍ غړی و. له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو څېړنه پیل کړې ده.