عراق کې یو کاندید وژل شوی

په عراق کې په وسله والو بریدونو کې د راتلونکې شنبې ورځې د ولایتي ټاکنو د یوه نوماند په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.

په یوه جدي پېښه کې پنځه پولیس هغه مهال ووژل شول، چې پر سړک پروت هغه مړی یې پلاټه چې بم ورپورې تړل شوی و.

د ټاکنو نوماند نجیم الحربي د بغداد په شمالي ولایت دیالا کې په سړک غاړې بمي چاودنه کې ووژل شو.

له یادو ټاکنو دمخه تر اوسه پورې څوارلس نوماندان وژل شوي دي.