پاکستان د ګوشتې دروازه لرې کړه

د افغانستان ختيځ ولایت ننګرهار چارواکي وايي پاکستاني سرحدي ځواکونو له افغانستان سره په سرحد کې د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې هغه دروازه لرې کړې چې څو ورځې مخکې يې لګولې وه .

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدلزي وويل چې خپلو سرحدي ځواکونو يې د دروازې د لرې کولو خبر ورکړ.

هغه د ا له پاکستاني لوري سره د هغه افغان پوځي پلاوي د تفاهم پايله وګڼله، چې په همدې موخه پاکستان ته تللى و .