ملي امنیت وايي ناقانونه سيم بکسونه یې نیولي

د افغانستان ملي امنيت بنسټ ويلي دي د تيليفون شپږ داسې سيم بکسونه يې نيولي دي چې په وينا يې د ترهگرو کړنو لپاره ترې کار اخستل کيدۀ.

دا لومړى ځل نه دي چې افغان امنيتي ځواکونه دغه راز ناقانونه سيم بکسونه نيسي، تر دې مخکې هم د افغانستان په بيلو ښارونو کې ورته وسايل نيول شوي دي.

دغه وروستي سيم بکسونه د کابل ښار په بيلو سيمو کې د دغه هيواد د ملي امنيت بنسټ د خپلو ځانگړو عملياتو په ترڅ کې نيولي دي.

ياد شوي بنسټ ويلي دي چې د تيلفوني اړيکو لپاره په ناقانونه توگه دغه کاريدونکي وسايل د ترهگريزو کړنو لپاره کاريدل.

ياد شوي بنسټ په يوې ليکلې رسنيزې خبرتيا کې ويلي چې دغه سيم بکسونه د بهرنيو اړيکو ټينگولو په برخه کې هم کارول کيدل،چې دا يو ډول غلا بلل کيږي.

د ملي امينت د څرگندونو له مخه له دې کبله افغان مخابراتي شرکتونو ته ميلونونه افغانۍ زيان اوښتى دى.

د دغې قضيې په ترڅ کې څلور تورن کسان هم نيول شوي دي.