عوامي نېشنل ګوند ته ساتونکي ورکول کېږي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ملک حبیب خان د خیبر پښتونخوا پولیس مشر ته امر کړی، چې عوامي نېشنل ګوند ته بېرته ساتونکي ورکړي. د پاکستان دولتي راډیو په رپوټ کې ویل شوي، چې د کورنیو چارو فدرالي وزیر امر کړي، په ایالت کې د ټولو سیاسي شخصیتونو لپاره باید امنیتي تدبیرونه زیات شي. عوامي نېشنل ګوند د ترهګریزو بریدونه ښکار دی او په چارسده سیمه کې د دغه ګوند پر یوه ځايي مشر ورستی دغه ډول برید وشو، چې په کې د دوو کسانو د ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي.