کریکټ: بټ او اصف خپل اپیل وبایله

د پاکستان مخکنیو کریکټ لوبغاړو سلمان بټ او محمد آصف د لوبې د اوږده بندیز اپیل وبایله.

محکمې د دوي دا غوښتنه ونه منله چې دوی ته دې بېرته د لوبې اجازه ورکړل شي.

د کریکټ نړیوالې شورا په ۲۰۱۱ کال کې پر سلمان بټ لس کاله او پر محمد آصف اووه کاله بندیز ولګاوه.

پر دوی تور وو چې په ۲۰۱۰ کال کې په ټسټ یا څلور ورځنۍ لوبه کې یې د توپ وهنې پر مهال په قصدي توګه نو بال کړی وو.

د کریکټ نړیوالې شورا د دغې پریکړې هر کلی کړی او وايي ورته پرېکړې زموږ وړتیا نوره هم لوړوي او سیالي د هر ډول درغلیو نه پاکې ساتي.