سوریې ته د ملګرو ملتو مرستې رسېدلې

ملګري ملتونه وايي، توانیدلي چې د سوریې حلب ښار ته هغه څه ولېږدوي، چې دوی یې ژوند ژغورونکې بشري مرستې بولي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف وايي، د سوریې د سرې میاشتې او د ملګرو ملتونو د نورو څانګو په مرسته یې د حلب ښار ته څلور لارۍ مرستې استولي دي. په دې مرستو کې روغتیايي بستې، مخپاکونه، صابون، د کور پاکولو بستې او درسي مواد شامل دي. د روانۍ اونۍ په پیل کې یونسیف هم دې ته ورته توکي د سوریې تلبسي ښار ته لېږدولي وو. د ملګرو ملتونو یو چارواکی وايي هغه به د هغو سیمه ییزو ماشومانو خوشحالي هېڅکله هېره نه کړي چې د درسي موادو په لیدو سره یې کوله.