ایټالیا پارلمان په ۵ ځل هم ولسمشر و نه شو ټاکلی

وروسته له هغه چې د ایټالیا پارلمان د دغه هېواد د ولسمشر جورجیو ناپولیتانو د ځای ناستي په ټاکلو کې په پنځم وار هم هم پاتې راغلل ښاغلي ناپولیتانو ژمنه کړې چې د یوې بلې دورې لپاره به هم د ولسمشر په توګه په خپله دنده پاتې شي.

په پام کې ده چې نوموړی د نن ورځې په پای کې د ولسمشر د ټاکلو لپاره د پارلمان په ټاکنو کې نوماند وي.

د ایټالیا مخکښو سیاسي ګوندونو له ښاغلي ناپولیتانو غوښتي چې د دې مخ په زیاتېدونکي کړکېچ د پای ته رسولو لپاره خپل کار ته دوام ورکړي. له دې وړاندې په پام کې وه چې ۸۷ کلن ولسمشر راتلونکې میاشت له دندې ګوښه شي.

د میانه رو چپي دېموکراتیک ګوند مشر پیر لوييجي بیرساني اعلان وکړ وروسته له هغه چې د جمعې ورځې په ټاکنو کې په پارلمان کې د ده د ګوند استازو د ده د خوښې کاندید ملاتړ و نه کړ دی به د ګوند له مشرتابه استعفا وکړي.