"د څارنوال له عدلي تعقیب څخه لاس په سر شئ"

د بشري حقونو یوې مخکښې نړېوالې ډلې پر سعودي عربستان غږ کړی چې د هغه څارنوال له عدلي تعقیب څخه لاس په سر شي چې پر یوه قاضي یې نیوکه کړې وه او وروسته قضا ته د سپکاوي او د هېواد د بدنامولو تور پرې ولګېد.

خو د بشري حقونو د څار نړېوال اداره وايي پر ده لګېدلي تورونه د هغه د بیان پر ازادې تېری دی.

ابو الخیر وايي دی فکر کوي چې د ده عدلي تعقیب له دې امله دی چې د پلار د اوامرو د سرغړونې په تور د یوې زنداني شوې مېرمنې په اړه یې له قاضي پوښتنه کړې وه.