تخار کې بیا د ښوونځي نجونې مسمومې شوې

د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې لسګونه د ښوونځي نجونې مسمومې شوې دي. په وروستیو څو ورځو کې دا دویم ځل دی چې په تخار ولایت کې د ښوونځي نجونې مسومېږي. تېره پنجشنبه هم نژدې ۲۰ نجونې د تالقانو په یوې لیسې کې مسمومې شوې وې.