شمالي کوریا توغندي وېشتونکي کړکېچ سیمې ته لېږدولي

د شمالي کوریا څخه راپورونه ورکړل شوي چې نور توغندي ویشتونکي یې خپلو ختیځو څنډو ته چې د کړکېچ سیمه بلل کېږي لېږدولي دي.

د جنوبي کوريا خبري آژانس (یونهاپ) د پوځي سرچینو له قوله ویلي د لنډ واټن سکاډ دوه توغندي ویشتونکي لېږدول شوي دي.

ټولو خواوو په راتلونکو ورځو کې د خبرو شونتیا څرګنده کړې ده.