''د نایجریا جګړه کې ۱۸۵ ولسي خلک وژل شوي''

رپوټونه وايي چې د نايجريا په شمال کې د پوځيانو او اسلامپالو اورپکو ترمنځ نښو کې يو سلو پنځه اتيا ولسي وگړي وژل شوي دي اودوه زره کورونه ويجاړ شوي دي.

حکومتي او پوځي چارواکي وايي پر لري پراته ښار بگا چې مخکې ارام و د جمعې په ماښام د اوږې سر توغنديو او نورو وسلو سختې ډزې شوي دي.

د سيمې اوسيدونکي چې نژدې ځنگله ته تښتيدلي و د يکشنبې په ماسپښين بيرته ستانه شول او گوري چې ښار ويجاړ دى او دانسانو او څارويو د وجود ټوټي په کوڅو کې خواره واره پراته دي.

يو ځايي خبريال وايي دا نايجريا کې د اورپکۍ د پراخېدو څرگندويي کوي چې د اوږدې مودې راهيسې دولت د شمال له مسلمان ميشتې سيمې څخه ورسره مخامخ دى.