سوري ځواکونو ۸۰ ښځې او ماشومان وژلي

د سوري مخالفانو سرچينو ويلي دي چې دمشق ته نژدې پر يوه ښار د حکومتي ځواکونو په بريد کې ډېر کسان وژل شوي دي .

دغه سرچينې وايي د جديد الفضل پرښار بريد پنځه ورځې دوام وکړ او په لړ کې يې اتيا کسان ووژل شول چې يو شمير يې ښځې اوماشومان دي .

خو بريد کې ډېرى وژل شوي دياغيانو جنگيالي دي . ځينو مخالفو فعالانو دا ټولوژنه بللې ده .

د تېرې شنبې په ورځ امريکا ژمنه وکړه چې سوري مخالفانو ته به خپلې مرستې دوه برابره کړي .

د سوريې د مخالفې ټلوالې يوه غړي ويلي دي چې مشر يې احمد معاذ الخطيب د نړيوالې ټولنې له لوري د عملي گامونو د نه اوچتولو په احتجاج کې بيا دخپلې استعفا دوسيه جوړه کړې ده .