کاناډا کې د ترهګرۍ هڅه شنډه شوه

د کاناډا پولیس وايي د القاعدې په مرسته یوه ترهګرۍ هڅه چې غوښتل یې د مساپر وړونکو یو اورګاډۍ له پټلۍ وباسي شنډه کړې ده.

پولیس وايي دوه تنه چې په خټه بهرنیان دي نیولي او د ترهګرو کړنو تور یې پرې لګولی دی. پولیس وايي دغه برید د نژدې وخت لپاره نه وو پلان شوی.

د پولیسو قومندان مرستیال جمیز ملیزیا په وینا نښې نښانې ښيي چې په ایران کې د القاعدې کسانو دوی ته اطلاعات برابرول، خو هېڅ داسې شواهد نه شته چې بریدونه دې د کوم هېواد په ملاتړ ترسره شي.