سوریې کې د کلېسا دوه پادریان تښتول شوي

د سوریې په شمال کې وسله والو کسانو د کلیسا دوه پادریان تښتولي دي چې د ترکیې له پولې سره نژدې په حلب کې د خپلې استوګنې ځای پر لور روان وو.

د سوریې خبري رسنیو، د سړي تښتونې دغه پېښه یو ترهګریز عمل بللی دی.

د سوریې د مخالفینو د ملي ټلوالې یوهّ غړي د سړي تښتونې دغه پېښه تایید کړې چې د هغهّ په وینا د مخالفینو تر ولکې لاندې لویه لار رامنځ ته شوې ده.

د تېرې دوه کلنې جګړې پر مهال دا تر ټولو لوړپوړي عیسوي مشران دي چې له دغه شان پېښې سره مخ کیږي.