جنوبي کوریا وايي دفاع وزیر يې ګواښل شوی

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت وايي د دفاع وزیر کېم کوان جین د ترهګرۍ هڅې هدف ګرځېدلی.

چارواکي وايي ښاغلي کېم ته یوه کڅوړه لېږل شوې چې د ګواښنې لیکنې او یو ډول ناپېژندل شوي سپین پوډر په کې وو.

په سیول کې د بي بي سي خبریال وايي دا مهال د دفاع وزیر د شمالي کوریا د تبلیغاتي دستګاه یو هدف دی.

څو ورځې وړاندې هم د ښآغلي کېم د دفتر په شاوخوا کې سلګونه تبلیغاتي پآڼې ویشل شوې وې چې په کې د شمالي کوریا په وړاندې د هغه دریځ غندل شوی او ګواښونه په کې شوي وو.

په یوه رپوټ کې راغلي چې په هغو پاڼو کې ښاغلي کېم ته د سزا ورکولو ګواښ هم شوی وو.